دا تور تمونه د کيهان له مخې لرې که لږ
تورې پردې خو د آسمان له مخې لرې که لږ
چې له رڼا سره يې هسې دښمني نيولی
د تورو شپو دا تور دوران له مخې لرې که لږ
لږ خو د وخت په سيمه بيا هم وړانگې وځلوه
دغه بدمرغه بد زمان له مخې لرې که لږ
چې آسماني ټکی رالوېږي تل زموږ په سرو
زياتي د تندر دا امکان له مخې لرې که لږ
ستا د رڼا په تمه تمه ډېر سلگۍ وهي نن
علت د چيغو ناگهان له مخلې لرې که لږ
د ظلم، زور لښکرو ښکېل کړله دنيا پنجو کې
راځه ناخوالې د انسان له مخلې لرې که لږ
۱۹۹۶/۸/۱۶ وېشنيزه:محمد طاهر کاڼی وېشنيزه:شعرونه ل