ويکي شعرونه
Advertisement

ای پښتونه خدایږو، چې گیله مې شي له تانه
دا گیله مې څه ده، چې گیله مې ده له ځانه
لاړې قافلې پر له پسې، او لا ویده یې ته ... نه اورې نغمې نه د جرس، نه له څاروانه
خوب دی که غفلت دی، که دا مرگ دی نه پوهیږمه
هیڅ هم خبر نه وم، نه له ځان نه له جهانه
پاڅوه ملگري منزلگاه ، لیری بی حده ده
هله روانیږه ، پاته کیږو له کاروانه
دا درانه بارونه، کړنگونه د تیاری مزل
څنگه به تر سره شي، اټکل وکه له ځانه
څو قیامته تیر شو، لاندې باندې شو د ځمکې مخ
تا سر را اوچت نه کړ، له خپله گورستانه
یو په اتحاد او اتفاق، پردي قومونه شول
ته د خپل ټبر سره ، یو نه شولې نا دانه
خدای در له جنت در کړو، باغونه د شودو ویالۍ
تا هدیره جوړه کړه، له ښکلي پښتونخوا نه
امر د اصلاح او د عمران دې په تخریب سره
کړلو مبدل، لا نه شرمیږی له قرآنه
وران کورونه، وران ښارونه، وران دښتونه وینمه
نه اورمه خندا، بې د مظلومو د ژړا نه
یبلي پښې بربنډ صورت، په وږې گیډه گرزي تل
ولې د پښتون په احوال، نه ژاړې آسمانه
سوزی د نفاق او جهالت، او مسکنت په اور
دا عاصي به څو پورې، دوزخ کې وي سبحانه
داسې خوار و زار لکه، پښتون په مخ د ځمکی بل
نشته که څوک و گرزي، چاپیره له دنیا نه
مړی بې کفنه دی، ژوندی بې پیرهنه دی
چا رانه کمیس و ایستو، چا کفن له مانه
مه غرقوه مه غرقوه، دا کشتۍ د ټولو ده
پریږده پریږده خدای د پاره، ای ملکه، خانه
هیڅ درنده نه خوري، د خپل قام غوښی په زور سره
ښکار کوي په ځمکه، که نیول کا له هوا نه
خپل ځان کړه فاني په حب د قوم کې، پښتونه، ته
هله به باقي شې، دا نکته واوره له مانه
نه په دا نه جنگ کوي، کرک غوندې د بل په لاس
ځي د تیرا څوکې له ، بلبله نغمه خوا نه
یا غرونه ښارونه کړه، یا کوز شه ، له غارو ځنې
بې له تمدنه ، زندگي نه ده، آسانه
قدر د سړو کړې، پښتنو، خود کشي مه کوئ
څوک چه مو (خادم) وي، له هغو سر کشي مه کوئ وېشنيزه:شعرونه ل وېشنيزه:قيام الدين خادم

Advertisement