ويکي شعرونه د انټرنټ په مټ د پښتو شعرونو يو آنلاين خونديځ دی چې مرام او مقصد يې د پښتو ژبې د ټولو شاعرانو شعرونه راغونډول او په يوه داسې انټرنټي پاڼه کې ځای پر ځای کول دي چې د نړۍ په هر ځای کې ترې ګټه اخيستل کېږي. دا کار به هغه هنرمندان، شاعران او اديبانو او ليکوالو او څېړونکو ته دا آسانتيا وربرابره کړي چې که د هر شاعر شعر، او د هر سرليک شعر يې چې د سندرو او يا کمپوز جوړولو لپاره پکار وي پيدا کړای شي. همداراز هغه د پښتو ادب هغه محصلين چې غواړي د يوه شاعر شعرونو ته په دې مقصد لاسرسی ولري چې د شعر ليکلو سبک يې وڅېړلی شي او د موجوده ادبي ځېرمې په مرسته په پښتو ادب کې نوي سبکونه او نوېستنې وکړي. د داسې يو انټرنټي آرشيف بله ګټه دا ده چې د پښتو شعرونه به ټول په ټايپي بڼه موجود وي او که څوک غواړي چې يوې څلوريزې، يا کوم بل شعر د خپلو هنري نوښتونو کې ځای پر ځای کړي نو د شعر موندلو او سم ليکدود له مخې يې د بيا ټايپولو ستونزو سره مخ نه شي.
هېره دې نه وي چې د پښتو شعرونو د خونديځ جوړولو همدا پروژه د خدایي خدمتګارۍ په موخه داوطلبانو لخوا پرمخ بېول کېږي او هېڅ کوم ډول امتياز څخه نه ده برخمنه. همداراز هر څوک کولی شي چې خپل شعر او يا هم د نورو شاعرانو شعرونه په پښتو ژبه دلته خپاره کړي.