شمشاد به شم خيبر به شم پښتو نه به لوګى شم
کابل به شم له ټولو پښتنو نه به لوګى شم
دحسن ښکلې ناوې که راوګوري مسکۍ شي
د شونډو صدقه به شم لېمونه لو ګى شم
مېوند به شم غزا به شم د تورو شرنګه به جوړ کړم
ککړ به شم په وينو له ټپو نه به لوګى شم
راشين به سپيلنى شم د مين ځلمي په قبر
د يار د تورو سترګو د بڼو نه به لوګى شم
ښې لښتې ، لښتې پيغلې که په غاړو راته ناڅي
شينکي به شم ګودر به شم منګو نه به لوګى شم
تړونه که مې يار دمخ ډيوه کړي را ته بله
پتنګ به شم د مينې دلمبو نه په لوګى شم
کونړ – عمراخان لېسه – ٢٩ - ٤ - ١٣٧٨
وېشنيزه:سميع الله تړون