منصور يو ليونی وه دمعشوق اداب يې هېر کړه
منصور يو ليونی وه دمستۍ شراب يې ډېر کړه
وې مستې دا زما نه ده دجانان دسترگو نور دی
زما دخولې خبرې هم تورات اوهم زبور دی
دارنگ زما دسترگو نه دی، رنگ دی دجانان
دا شرنگ زما سينه کې دښپو شرنگ دی دجانان
منصور چيرته ليدلی د مخ نور وه دجانان
دا مست چې پرې منصور شو دا سرور وه دجانان
وی دحسن ارماني نه يم زه دحسن سمندر يم
زه مست ليونی نه يم زه مستي دبحروبر يم
دا رنگ زما دسترگو نه دی، رنگ دی دجانان
دا شرنگ زما سينه کې دښپو شرنگ دی دجانان
عالمه راشۍ واورۍ چې زه نور او زه رڼا يم
زه گل يم زه بلبل يم زه وصال زه محبوبا يم
منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دی دجانان
دا نه دی منصور نه دی دا سرور دی دجانان
خبر پرې مليان شو وی منصور ځانته الله وايي
دا کفر دا غرور چې يې هرچا ته بر ملا وايي
وې کافر دې شي سنگسار دې شي چې پليت نه شي جهان
بادشاه دليونو يې ځولنوکې که روان
منصور وې خلقه واوری چې زه نور او زه رڼا يم
زه گل يم زه بلبل يم، زه وصال زه محبوبا يم وېشنيزه:خان عبدالغني خان وېشنيزه:شعرونه م