ويکي شعرونه
Advertisement

او هغه ښکلى نازو لى جانان
هغه د ناز په نيلي سپور وړوکى
زما د زړه دجومات
هغه د ښکلو اذانونو بلال
خداى خبر ګونګ شو
  او که څه پرې وشو
اوس په وړوکي کاغذ
راته نيمګړى سلام هم نه ليکي
خو بيا هم
دا دى په خپل حسن غاوره ګرځي
او زه به پاک خداى ته
په هر لمانځه کې داسې سوال کومه
خدايه زما جانان بدرنګه نه کړې
خدايه زما جانان بدرنګه نه کړې


ننګرهار پوهنتون درونټه - ٩ – ٧ - ١٣٧٩

وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement