ويکي شعرونه
Advertisement

نازولی زوی نه اخلي ادب

او د سوري نخل نه نيسي رطب

ونيو مه شه هغه زوی په خوا پورې

چې يې نه نيولی درس وي نه مکتب

په غوجل کې باري خر او کچر ښه دی

نه په خونه کې جاهل او بې طلب

چې پيدا شي يو ناکس په قبيله کې

وړاندې وروسته حبطه کاندي نسب

د پسر په نېک او بد پلار يادېږي

دا خبر ده په جهان کې مجرب

په سواره باندې گوته شي ايښوده

چې يې آس برابر نه ځي په جلب

په زړه مهر په خوله قهر زوی ته بويه

څه ښه وايي چرته ډب هلته ادب

يوسف هاله شو لايق د بادشاهي

چې يې وخوړې څپېړې د غضب

هر ناکس لکه مگس باندې بڼېږي

چې حميد نرم گويي که شکر لب

وېشنيزه:عبدالحميد ماشوخېل وېشنيزه:شعرونه ن

Advertisement