څوک چې داستا غوندې دلبره لري
په زړه به نهه نوي پرهره لري
امين، الله دې مؤمنان په امن
ستا د خوني سترګو له شره لري
ستا په غمزو کې هم ښکلا ده گلې
هغه مرچک دي چې شکره لري
ته وا زمونږ پروا لري قراره؟
پرېږده والله که يې د سره لري
وېشنيزه:مجيد الله قرار