FANDOM


نه به ژوندى يم نه به ښکلې ليلا بيا ووينم

نه به يې سپينه خولگۍ ډکه په خندا ووينم

نه به ژوندى يم نه به بيا هغه نازونه کوي

نه به په ت و رو سترگو پټ اشارتونه کوي

نه به يې سرې شونډې نازک نازک ستونه کوي

نه به د بلې معشوقې داسې وفا ووينم

نه به ژوندى يم نه به بيا هغه خيالونه کړمه

نه به يې تورې زلفې بيا د ناز ټالونه کړمه

نه به يې بيا له سپينې غاړې تاو لاسونه کړمه

نه به په خوب کې چېرې هغه تماشا ووينم

نه به ژوندى يم نه به بيا هغه اشنا راشي

نه به مې بيا غېږې ته مسته په خندا راشي