شور قفس د عمر كې له پاره د وتو كوو
وار لكه بلبل د شپواو ورځو په پنجرو كوو
موږه دې امكان ترحده خپله ژبه نه پريږدو
لمونځ كه په پښتو نه شي خونيت يې په پښتو كوو
بس په دې دنيا يانې د لارې جومات ګوټي كې
دوه ركاته ژوند د مجبورۍ په تكبيرو كوو
علم جهالت وخوت عالم باروت راوښودل
چـا ته به ګيـله لـــه عـقـلــمـندو ليونو كوو
لاړل د بـسمل د پنجشنبې د ماسپښين ياران
اوس به د جمعې شپه لكه شمعه په قبرو كوو وېشنيزه:محمد عليم بسمل وېشنيزه:شعرونه ن