ويکي شعرونه
Advertisement

هسې ياد ئې همېشه مدام زما

چې اوراد ئې په هر صُبح و شام زما

هر کلام چې بې ؤ ستا له ياده وکړم

سل توبې دې په هغه کلام زما

بې له تا که زړه آرام کړم په سل رنګه

نه شي نه شي په هېڅ رنګ آرام زما

ننګ و نام که ستا په مينه له ما درومي

زار شه ستا تر مينې ننګ ؤ نام زما

چې قائم شوم په مُقام دعاشقۍ

هېر شو دلته واړه بل مُقام زما

څو د عشق په خُم خانه ئې داخل نه کړم

پُخته نه دی دغه عقل خام زما

نن دې وخت دی که مې آه و فرياد اورې

څو لا خاورې نه دی هر اندام زما

هزار جام د صُراحي دی فلک مات کړل

څو به ګرځي په دا دور جام زما

زه رحمان به دا ناکام کوم تر کومه

وايه کله به حاصل کړې کام زما

وېشنيزه:عبدالرحمن مومند

Advertisement