ويکي شعرونه
Advertisement

thumb|left

پـه لمسون چی د اغیارو ځـــــــان بـــــدل کا

هغه څه به راته جـــــــوړ ښـــکلۍ کــــابل کا

نه به دا ټوټۍ قــــومــــــونه سره یو کـــــــړي

دا طوطیان دي ساتل شوې صرف ویل کا

په خـــــــــوږ لفظ يی په هر دم یو تیر باسلې

ولس خوار کا ځان ته جوړ بیا تاج محل کا

دا په ځــــــان باندی مین مشران د وخت دي

افـــــغان ښــــکاري خـــــو چلونه د مغل کــــا

اوس خـــــو عصر د شهرت او د قدرت دی

وطن پلوره مظلوم لـــــوټ که ځان اتل کــــا

دا ولس خو هسی خوار دی څه به خوار شي

څوک چی دا هــــــــــزاروي رب دی کنګل کا


هلمند شېرزاد

وېشنيزه:هلمند شېرزاد

Advertisement