ودې سوم جانانه سترگو کې اثر لر ې
زړه مې شو قلم قلم څه خيالي بشر لر ې
راشه ساه مې خېږي روح مې تاته انتظار د ى
اى د زړگي سره نور په دې کې بې اختيار د ى
مرمه بې له تانه چا باندې نظر لر ې
رنځ زما مشکل شو ساه مې خېږي درد مې زور د ى
اى د رنځ طبيبه! رارسېږه حال مې نور دى
اى د درد درمانه راشه که خبر ل ر ې
مينه دمين وي خو پالنه وي دنيا ک ې
بيا به پس له مرگه وفا څه کوم عقبا ک ې
هلته به شي گرانه خيال که د محشر لر ې
زه دا ستا حيران يم څه مې کړې رضا دې خپل ه
سرو مال مې ستا عشق کې بايللى له ازله
گرانه مهربانه ته اختيار په سر لر ې
وېشنيزه:شعرونه و وېشنيزه:محمد عالم حيران