ورځ دی تیره په شومی کړه شپه له خوابه
خدای به کله یادوی خانه خرابه
په شتاب شتاب دی تله دی که پوهیږی
غافل مه شه ددی عمرله شتابه
دلته دم اوقدم دواړه په حساب دی
پل غلط له لاری مه ږده بی حسابه
راستولی خدای حساب دی په کتاب کی
خبرزده کړه له حسابه له کتابه
ته وخپلونیکوبدوته نظرکړه
چی بدی دی څوتیری کړی له ثوابه
په هغه جهان به څرنګ ځواب وکړی
چی په داجهان عاجز یې له جوابه
عاقبت به توروخاورولره درومی
ځان به څوڅنډی په ګوته له ترابه
زه دی پیژنم په اصل کی تراب یی
ته چی ځان څنډی په ګوتوله ترابه
څو په داجهان اوبه له تندی نشی
په قیامت به دی سینه نه شی سیرابه
چی آفتاب یوه نیزه شی بیابه څه کړی
چی سیوری لره تښتی له آفتابه
دکاغذ په کشتی سیرکوی رحمانه
داکشتی بدی مرګی کاندی غرقابه
په آزاردچاراضی مه شه . رحمانه
. که خلاصی په قیامت غواړی له عذابه
وېشنيزه:عبدالرحمن مومند