ويکي شعرونه
Advertisement

بودا!
ویده شه
د تاریخ ترخر وارونو خاورو لاندې آرام و غځیږه
لا(( اپه ګان)) د خپل نیکه څېره د غم د غبار شاته ویني
لاشغهار د غشیو خیژی لا ګوربت زخمي دی
او د(( لوی غر)) د ذهن ځالې له لمبو ډکې دي
لا پښتین نه شي اوریدلای ستا د سترې ډ برینی سینې ورک درزونه
لا تور شیطان د((براهې))ګردونه مینځي د((سیندو)) پر اوبو
لا هم پر موږه لمر دتور دجال له کوره خیژي
لاستا ددواړو تندیسونو له سوغاړو نه دودونه خیژي
بودا!
'
'ویده شه
'
'په آرام پریوځه
هو دا ریښتیا ده چی
بخدي کې یې د((ساک)) دپا چا ښکلې لور بربنډه کړله
طلا غونډۍ کی یې دسرو زرو له تاج څخه هډوکي تش کړل
خوته ویده شه
ته آرام پریوځه!
د بخدینۍ شهزادګۍ روح لا له ګاڼو سره په کور پاتې دی
لاله سیندو یاله آمو څخه اوښتی نه دی
لاخو د ساک د لور د ګڼ کمیس پاولي شرنګیږي
او لادستر نورستان((لام)) په (( الینو)) مین دی
لاهم ددنګو پکتانیو د قمې زرین لاسوندي بریښي
نوته ویده شه، ته آرام پریوځه!
د بخدینۍ پیغلې ښایست ته مې سلام دی بودا
ستا د خوبونو پریشانۍ ته مې هم پام دی بودا
زه لا د زرو کلو شاته بخدینۍ وینمه
چې اووه کنیزې پرې چاپیرې دي سینګار یې کوي
څوک یې باولۍ، څوک یې والۍ څوک یې پېزوان سموي
څوک یې په هسکه سینه ږدي د(( سات دیوا)) زرڅېره
بودا ښایست ته یې حیران یم خو ویریږمه پرې
چې څوک یې نن را نه هډونه له سیندو تیر نه کړي
یا خویې غله د لاجورد و له آمو تیرنه کړي
زه هم پوهیږم زړه مې ریږ دي خو ویده شه بودا
ته د تاریخ تر خروارونو خاورو لاندې پټ شه
چې زه د خپلې بخدینۍ ښکلې ګاڼې و ساتم
بودا ویده شه
ته خوښه خبر یې
چې ستا د هډ هډ ماتوونکي څوک وو
تا خو د خپلو تندیسو نو پرځېدل ولېدل
چې له(( ارک هنډ)) څخه ورها خوایې دیوان نشه کړل
نو ته ویده شه، په آرام پریوځه!
کله چې ما د ارشاک توره بیا په لاس ونیوه
او کانیڅکا مې بېرته راوست د باګرام ماڼۍ ته
کله چې لمر له پکتیا نا څخه راوخوت او سوریا وخندل
ګندهارا ته چې مرغۍ له پرښا پوره راغلې
چې آسمايي بیا د( ویشنو) د پلاز بیرغ پورته کړ
او روهیلیو د کوترو سپین خیلو نه په هوا پورته کړل
بیا به( ارجن) له بهار ته راشي
(کلیو پاترا) به دنیل غاړې څخه راوړي زر مصري آسونه
(آشیل) به راشي د (زییوس) پیغام به راوړي طلایي بګۍکې
او سکندر به خپل زرین تاج ستا پښو ته کیږدي
زرتشت به راوړي د بخدي پیغلې ولور کې د کوبا ارغوان
او د روم پیغلې به ګاڅونو ته نڅیږي له لنډیو سره
اراکوزي زلمي به اچوي د څڼو څپې مست اتڼ ته
او هیندوګۍ راڼۍ به ناڅي دخیبر اتڼ ته
سمر قندي کوڅۍ به څرخي کاکړۍ غاړو ته
او هیندو کڅ به له پامیر سره پیالې کړنګوي
بیا به نو تا را ویښوو له اوږده خوبه بودا
بیا به دې باسو دتیارو له تور آشوبه بودا.

د دوه زره پينځم کال د اپریل یوویشتمه
واشنګتن ښارـ امریکا

اپه ګان: د افغان لرغونې بڼه
ګوربت: په میدان وردګ کې دیوه غره لرغونی نوم دی
لوی غر: د لوګر لرغونی نوم
سیندو: نننی اباسیند، یونانیانو اندوس باله
بخدي: د بلخ زوړ نوم
ساک: ساکیان د افغانانو هغه لرغونی پښت و، چې سلګونه کاله یې پر هېواد واکمني درلوده.
طلا غونډۍ: طلا تپه چې زرګونه لرغوني زرین آثار ورڅخه موندل شوي.
بخدینۍ: بلخي شهزاد ګۍ
لام: د نور ستان په افسانو کې هغه پهلوان دی چې په
شهزاد ګۍ الینو مین و.
الینو( الینا): د نورستاني افسانو اتله، د لام معشوقه او د افسانوي ښکلا خاونده، د الینګار( الینګهر) اوسنی نوم هم له همدې څخه اخیستل شوی او مانا یې د الینا مېنه یا کور دی
سات دیوا: دیوا په سانسکریت کې ځواکمن واکمن ته وایي چې د اوستا یي دورې ارباب الانواع به یې په دې القابونومل، سات دیواد ساتونکي ځواکمن په ماناده، چې زرینې مجسمی به یې د شاهي کورنۍ له مړیو سره خښولې چې ګواکې د هغو ساتنه وکړي.
ارک هنډ: د اټک زوړ نوم .
ارشاک: آریایي اتل
کانیڅکا: کانیشکا نامتو افغاني واکمن
کوبا: د کابل زوړ نوم
پرښا پوره: د پېښور زوړ نوم
آسمایي: په کابل کې ددغه غره نوم له دوو ریښو (آسه) یانې نیکمرغي او(مايي) یانې مورڅخه جوړ شوی چې مانا یې د نیکمرغي مورده.
ویشنو: له هندي ارباب الانواعو څخه
ارجن: هندي اتل، د مهابهارت په اتم پرب(فصل) کې یې له خپل تربور کرن سره د جګړو کیسه راغلې.
کلیو پاترا: نامتو مصرۍ ملکه ( شاه مېرمن)
زییوس: د یوناني اساطیرو نامتو څېره
ګاڅونه: ګاتهونه یا ګي
'
ت'ونه زاړه ءآریايي سرودونه چې د هېواد د لرغوني فرهنګ ویاړمنه برخه ده.
اراکوزې( اوسنی کند هار) پکتیانا( اوسنۍ پکتیا) ګندهارا( اوسنی ننګرهار): دلرغونې افغاني مدنیت درې مهم منځي( مرکزونه).
هیندوکڅ: هیندوکوښ اوسنی هندوکش

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه و

Advertisement