ويکي شعرونه
Advertisement

څو میاشتې وشوې چې همداسې کېږي

بادونه پاڅیږي او وریځې راشي

اسمان له تورو سپینو، خړو ډک شي

کله د تالندې ګړز هم پورته شي

خو زمکه څاڅکي پسې مړه شوه، باران نه وریږي

سږ کال کوچیان رانه غلل

او د شوتلې په بدل کې مو چا کورت رانه کړل

ما مې کوچۍ درخو ونه شوه لیدی

تېر ځل مې ښار کې له هیندو نه ما میره واخیسته

او د هرات سلیماني رانجي مې ګډ کړل په کې

ټول کال لګیا وم په مریو مې رجړومه پوښ کړه

یوه هینداره او یوه سلايي

ما ویل درخو به راشي

تېر پسرلی یې رانه سترګو ته رانجي غوښتي وو

زما یې دا خبره نه هېریږي

چې له خندا سره یې یو ځای وکړه :

«پام چې رانجي یې ښه وي

د یشین پروا د ګناه نه لري رنجو سره سکاره ګډوي

درخو ریښتیا وویل

زموږ ګناه ډېره شوه

او ډېر سکاره مو د رنجو په نامه وشیندل د بل سترګو ته

موږ د همدې سترګو آزار وړی دی

چې اوس باران نه اوري

څو میاشتې وشوې چې همداسې کېږي

بادونه پاڅېږي او وریځي راشي

خو څاڅکی نه پریوځي

موږ ګنهګاریو

چې باران نه اوري

او کوچیان هم نه راځي

او خدای(ج) خبر زما درخو به وي په کومه تللې

زه به یې هېریم که یاد؟

کاشکې خبره وای چې

زما رانجي اصل دي

او ما ګناه څخه توبه ایستلې

زه په درخو مین یم

مین ګناه نه کوي

درخو دې خپله ښېرا بېرته واخلي

ګوندې

باران

ووري

۱۴ثور ۱۳۷۹

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه و

Advertisement