ويکي شعرونه
Advertisement


خدايه چې ناز يې په ما و لوروې
يو ځل اواز يې په ما و لوروې
ژوندون مې ساندو برمته نيولى
د بنگړو ساز يې په ما و لوروې
پروردگاره دين دښمن مې ډېر شول
زلفې دراز يې په ما و لوروې
خدايه خوشال که رانه نه جوړوې
بياض او باز يې په ما و لوروې
تيارو د وخت نه مې سا تنگه ربه
د پاى اغاز يې په ما و لوروې
د ماتې راز يې په ما و لوروې
د مخ سپوږمۍ نه يې پنا بېکسيار.
وېشنيزه:عبدالمالک بېکسيار وېشنيزه:شعرونه پ

Advertisement