ويکي شعرونه
Advertisement

زما ادې، پښتيانا ادې!

زما د مور او د بابا ادې!

چې ته ژوندۍ يې، زه ژوندی به يمه

ستا په خـدمـت کې ګـړندی به يمه

ژوند مې مرهونه دی له تا ادې

زمــا ادې، پــښتـيانا ادې!

که څه غېرت او ساهوتوب لرمه

او که څه برم او ښاغلتوب لرمه

دا زما نه دی دا دی ستـا ادې

زمــا ادې، پــښتيانا ادې!

ما ستا په غېږ کې سړيتوب زده کړی

درد د مـېړانې او نرتوب زده کړی

ترې وا به نه وړم په بل خوا ادې

زمــا ادې، پــښتيـانا ادې!

ادې! ما کله د چا حق خوړلی

ووايه کله مـې ناحق خوړلی

خو بل دې هم نه خوري زما ادې

زمــا ادې، پــښتيـانا ادې!

ای د غيرت او نهضتونو ادې

د آرين د ټول قومونو ادې

زه دې بچئ ټوله وفا ادې

زمــا ادې، پښتيانا ادې!

زه دې په ژبـه پـه کلـتور يم ميئن

ستا په ښه خوی او په دستور يم ميئن

ستا شرافت دی په رښتيا ادې

زمــا ادې، پــښتيانا ادې!

دا جمهوري قبا دې نوې اوسه

دا د زړښت ښکلا دې نوې اوسه

تازه دې وه د مخ ځلا ادې

زمـا ادې، پـښتيانا ادې!

ځينې ځامن خو دې لږ وګوره ته

ځان او جامن خو دې لږ وګوره ته

د بل واده کې کړي نڅا ادې

زمـا ادې، پــښتيانا ادې!

نه پښت مني، نه پښتونخوا مني

نه پلار او مور او نه بابا مني

خو ستا شودې خوري ناروا ادې

زمــا ادې، پــښتيانـا ادې!

دنيا کې اوسي دنيا نه پېژني

خپل خير و شر او صلا نه پېژني

د بل په ژبه کړي وينا ادې

زمـا ادې، پـښتيانا ادې!

دا ستا لمن يې کړه راغونډه دغو

خپله پرده يې کړه بربنډه دغو

په قام يې جوړه کړه غوغا ادې

زما ادې، ای پښتونخوا ادې!

خلکو مسلک کې قام ته ګټه وکړه

اول د خير او شر يې لټه وکړه

دوی بې د علمه کړي دعوا ادې

زمــا ادې، پــښتيانـا ادې!

دا پاتې کور به راته وران کړي دوي

سر به له ګېډې نه قربان کړي دوي

موږ به اخته کړي په بلا ادې

زمــا ادې، پـښتيانا ادې!

موږ حُريت په ګېډه نه ورکوؤ

خپل شرافت په ګېډه نه ورکوؤ

اعتبار نشته په بل چا ادې

زمــا ادې، پښتيانا ادې!

موږ باداران کاله ته نه راولو

دعوه داران کاله ته نه راولو

موږ يو اصرار د پښتونخوا ادې

زمــا ادې، پــښتيانا ادې!

موږ افغاني ټولنپالنه منو

د خپل وطن او قام روزنه منو

نه خورو په چا آريانا ادې

زمـا ادې، پـښتيانا ادې!

شته د جهان ټول نعمتونه په کې

ښکلې هوا ښکلي قومونه په کې

دوستي پکار ده د هر چا ادې

زمـا ادې، پــښتيانا ادې!

هر څوک پخپل وطن بادار ښه دی

پښتون د خپل وطن سرکار ښه دی

ياد مې بُخدي او بلهيکا ادې

زمــا ادې، پـښتيانا ادې!

لوړ بيرغونه دې راټيټ مه شه

ښکلی صنعت دې چا ته چيت مه شه

ته افتخار يې د دنيا ادې

زما ادې، پـښتيانا ادې!


جلال آباد، خادم مېنه حمل ۱۳۵۴ لمريز کال

وېشنيزه:قيام الدين خادم وېشنيزه:شعرونه پ

Advertisement