څو به ارمانونه د زړه تنگ ساتم
نوره به دې لار لکه ملنگ ساتم
تا چې په سرو وينو سترگې سرې کړلې
زه به ليمې سرې په وينو رنگ ساتم
سترگو مې د سترگو لار څارلې ده
غوږ کې د اشنا د پاولو شرنگ ساتم
درد د ړندو سترگو له دوا شوله
ځکه تورې خاورې د پتنگ ساتم
زه حيران به اوس زړگى تسل کړمه
دا گيلې به يار ته په پالنگ ساتم
وېشنيزه:شعرونه څ وېشنيزه:محمد عالم حيران