مينه مې زړه تورې ستا له چمه ده
دغه دې پېرزو پرما صنمه ده
شپه چې شي سړه تبه مې ونيسي
دا مې د رڼو اوښکو له نمه ده
تا که به هر څو کږې خبرې کړې
ما به درته ويل چې ګرانې سمه ده
موږ ه د دنيا غمونو وخوړو
خدايه دا دنيا څومره بې غمه ده
ته که مې په سل کنځلو ولمانځې
بيا مې هم دا ستا د ليدو تمه ده
کال ته به يو دوه شعره در ولېږم
اوس د (تړون ) زړه کې وينه کمه ده
٢٦ – ٥ – ١٣٨٣
وېشنيزه:سميع الله تړون