ويکي شعرونه
Advertisement

کله دې لاره په ځنګله کې ورکه کړې مساپر جانانه؟!

چې هر خوا ګورې بس د ونو او شنو بوټو پر اتڼ پېښېږې

دومره پوهېږې چې لمر لویږي را روانه ده شپه

یو ځل کوکو کړي او بیا کغ باسي مرغان ونو کې

باد شغهار کړي د شنو پاڼو او وښو په منځ کې

چېرته ډېر لرې د زړه څانګو یو خرپ پورته شي

باد ورته وشیشنیږي

وخاندي

چې ماته مې کړه

ځای ځای د بوټو منځ کې

یو ډنډ اوبه ولاړې

چې یې پر غاړه پلونه وګورې نو ورېږدېږې

څو شیبې مخکې دلته پړانګ راغلی

څو ګامه وړاندې چې ځې

پر تودو وینو دهوسۍ به پېښ شې

چې یې پر لیکو د ژوندون د شیبې پای لیکلی

. . . او ته حیران یې چې شپه چېرې وکړې؟

کله دې لاره په ځنګله کې ورکه کړې مساپر جانانه؟!

(نه)؟!

دا (نه) دې نه منمه

ته دې ټول ژوند کې را وهلې لاره بیا وګوره

اوس هم حیران یې چې شپه چیرې وکړې؟!

۳۰مرغومی۱۳۷۹

کندهار ښار

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه ژ

Advertisement