ويکي شعرونه
Advertisement

شپه ده تیاره ده له کلونو له عمرونووروسته

له بل ولاته پر خپل کلي راځم

خلک ویده دي یا ویده ښکاریږي

کلی مي ټوله هدیره ښکاریږي

له کلي لیري له دښتونو او له غرونو څخه

د څو لیوانو انګولاوي اورم

دلته د کلي له بامونو څخه

د سپو غپاوي اورم

چیرته له لیري د ماشوم ژړا سي

او ورپسې مي سي ډیوه تر سترګو

د کلي خلکو مساپر یمه زه

څه د خوړلو لرۍ؟

کومه حجره چیرته د شپې د تیریدلو لرۍ؟

خلک ویده دي یا ویده ښکاریږي

کلی مي توله هدیره ښکاریږي

په زوره چیغي کړمه

ورپسې بیا چیغو ته زور ورکمه

خلکو! اې خلکو! اې د مرګ په خوب ویدو وګړو!!!

تاسي ته زما آواز رسیږي کنه؟

زه مساپر یم او کیسې د اورولو لرم

څه د عبرت دي، څه د پند او ویریدلو لرم

ماته په لیري ولاتونو کي خبري فالبینانو کړي

ماته کیسې ستاسي سپین ږیرو هوښیارانو کړي

چي ستاسي ښار ته زلزلې او توپانونه راځي

پر ویدو خلکو د غدیو چپاوونه راځي

د ځیناورو د لیوانو کنډکونه راځي

ژوندي به ځای د یوې شپې د تیریدو نه لري

مړي به ګور د ښخیدو نه لري

د ګاونډیو د پردیو به لښکري راځي

هستي به لوټ کړي خزانې به پر آسونو یوسي

ښایستې میرمني به سرتوري له ښارونو یوسي

اې د مرګي په خوب ویدو وګړو!

تاسي ته زما چیغي رسیږي کنه؟

زه مساپر یمه کیسې د اورولو لرم

زه په پوهیږم چي د کلي خلک

زاړه، زلمي، ولي، ناولي خلک

څوک سوځیدلي، څوک وهلي څوک ویشتلي خلک

هم اسکیرلي هم ښاغلي خلک

څوک په روا څوک په مردارو پړسیدلي خلک

ویښ دي او زما چیغي یې واوریدلې

خو نه له وره او نه له بامه څوک جواب راکوي

زما د مالت خلکو سلا کړې ده

چي به په پټه خوله تر خولې د بلاګانو ورځي

نه نه! خبره داسي نه ده تیر وتلی یمه

زما د وګړو سلا کله زده وه؟

او که سلا یې چیرته زده وای نو بلا چیري وه؟

وګړي ویښ دي زما نارې او زما خبري اوري

چیرته له لیري یې له وړانګو سره سیوري وینم

د یوه بل غوږ کي پسیږي سره

خپل مساپر ته مړۍ نه ورکوي

میلمه ته ځای او شړۍ نه ورکوي

له یوه وره څخه بوډا را وزي

ډیوه په لاس کي پر ملا کړوپ دی پر امسا راوزي

وایی میلمه پر هغه لار چي یې راغلی ورځه

دلته له زرو او له زور سره راغلو خلکو

یو څو پردیو څو ناولو خلکو

د ښار په خلکو تور جادو او تور منتر کړی دی

څوک یی په خوب کي سرې طلاوي څوک بلاوي ویني

ستا د پندونو او عبرت کیسو ته نه دي وزګار.

۲۱۰۲ـ مارچ ۲۵ ویرجینیا

وېشنيزه:شعرونه ښ وېشنيزه:عبدالباري جهاني

Advertisement