ويکي شعرونه
(Created page with '
په زغم د هجر کښی لیلا ښه ښکاری
داسی مجنون سره بیدیا ښه ښکاری
<p style="text-align: right; ...')

(Adding categories)
Line ۱۴: Line ۱۴:

یو خوايي وژنی بل خوا ژاړی پسی
تا ته هم آغه او هم دا ښه ښکاری

یو خوايي وژنی بل خوا ژاړی پسی
تا ته هم آغه او هم دا ښه ښکاری

[[وېشنيزه:محمد اسلم احمدزی]]

Revision as of 20:21, 29 October 2011

په زغم د هجر کښی لیلا ښه ښکاری
داسی مجنون سره بیدیا ښه ښکاری

څومره چه ته یی د حیا ملکه
هُغومره زما مینه رسوا ښه ښکاری

لری کړه مخ نه دی خوری زلفی
شپه کښی ځلا د روڼ سبا ښه ښکاری

لکه وی پرخه د غوټی په شونډو
داسی په خوله کښی دی خندا ښه ښکاری

ښه شول چي ستا غمونه بار دی په ما
په سر کښي ستا خیال او هوا ښه ښکاری

تش کنډولي بي میو څه زیب لری؟
کوم زړه بی غمه او سودا ښه ښکاری

د بڼو غشی دی ګوګل نه خیږی
سترګو ته دغسي ادا ښه ښکاری

یو خوايي وژنی بل خوا ژاړی پسی
تا ته هم آغه او هم دا ښه ښکاری

وېشنيزه:محمد اسلم احمدزی