جوړپدی دنیاجنت دی، ښکلی خوست
د تمام جھان زینت دی،ښکلی خوست
غیرتي ، باتورقومونه پکی اوسي
سترټاټوبی د غیرت دی،ښکلی خوست
نراوښځی، لوی واړه یی ننګیالي دي
واړه ننګ دی،واړه پت دی،ښکلی خوست
د وطن په نوم یی ټول ولس مین دی
ټینګ مورچل مود ملت دی،ښکلی خوست
لوی واړه یی وطنپال او فرھنګپال دي
ټوله مینه،ټول اُلفت دی ،ښکلی خوست
په پیرۍ کی د خوست نوم واخلمه ځوان شم
تل زما د زړه قوت دی،ښکلی خوست
په قلم یی راته سم ستایل مشکل دي
سزاوارد ھرصفت دی،ښکلی خوست
ھغه څوک دی د خدای ډیرشکرونه باسي
د کوم چاچی په قسمت دی،ښکلی خوست
زه په ھرقیام کی خدای ته نفلي لمونځ کړم
چی راکړی خدای نعمت دی،ښکلی خوست
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۱۸/۰۲/۲۰۱۴
وېشنيزه:الحاج الهام الدين قيام وېشنيزه:شعرونه ښ