FANDOM


Ezatullah Zaki عزت الله ذکي ۵

عزت الله ذکي

خلک دي ټول وايي، دا ددې کلي ليلا ده

رب ورکړې ښاپيرۍ، غوندي ښکلا ده

«««««

څوک يې په ټک مړه شوله له مينې

چا صدقه ورکړله د خپلي پاکي ويني

په دې مينه کي مزه پرته ريښتا ده

«««««

د کلي د چينې د پاسه يې کور دئ

ناسته پاسته يې د کور سره پيغور دئ

ورته ګرځي عاشقان هر يو وای زما ده

«««««

دا په څه مستۍ له کوره رابهر شي

چي وخت او مهال را د مازديګر شي

داد ميني په راز پوه ده بې وفا ده

«««««

نن په سرو لاسونو شنه منګي ډکوي

اوس د چنار خوا کي څو زلمي لټوي

زړه وړي له کوګله داد عشق بلا ده

«««««

د ګودر غاړه هم له ښو زلميانو ډکه وي

جوته نه وي چي د چا طالع به شکه وي

ږدي ورته دامونه وای د ټولو محبوبا ده

«««««

ځيني ځوانانو بلوتوتونه وي آن کړي

سترګې يې د ليلا خوا ته وي نيولي

نمبر ورکړي وای زما مينه رسوا ده

«««««

ډيموکراسۍ مينه ساده کړه سوه اسانه

دا اوسنۍ مينه بازاري سوه ښه ارزانه

اوس يې يو ميسيج اجل دی دلروبا ده

«««««

تګ کوي د زرکي د حسن ښاپېرۍ ده

راغلې اوس پر وخت د خپل ځوانۍ ده

مین زړه وړي له کوګله په خندا ده

«««««

د پخوا ميني ساده وې ډېري ښه وې

نفرت نه به خالي او په پاک زړه وې

ذکي وایم د دنیا مینه سودا ده

۱۳۹۸/عقرب/۵مه

ماپښين

Community content is available under CC-BY-SA unless otherwise noted.