ويکي شعرونه
Advertisement

شنې اوبه ډکې له پاڼو

نیلوفر په کې راشنه دي

کوچنۍ بیړۍ روانه

د ګلونو منځ کې لاره

لرې څنډه د ډنډ ښکاری

لمر دونو شاته لویږي

د ګلونو سوداګره

په وړه بیړۍ کې ناسته

د ګلونو ګیډۍ ډېرې

کشمیرۍ موسکا په شونډو

قرص ټټر یې دی پر غاړه

سورتیکری یې باد ته رپي

د وړو وړو بیړیو

مساپرو ته را ګوري

د ګلونو ګیډۍ لاس کې

پاس د غرو پر څوکو واروې

شنولمنو کې ځنګلونه

پر ښه شنه ده،

تیږه شنه ده

د لمر سره سرخي پریوزي

مازیګر پر نیلوفرو

د بیړۍ په نرۍ څوکه

اوبه څیرې شي

په پاڼو

په بیړۍ کې یوه ښکلې

مخامخ زلمي ته ناسته

غواړي ټوله ورنه ځار شي

ټول غمونه، ټوله ویره

خپلو سترګو کې ترې پټ کړي.

دا یوه شیبه د مینې

ډېر کلونه ډېر عمرونه

زما په سترګو کې راشنه ده

هیڅ یو شعر

هېڅ یو انځور به

دا شیبه ټوله ځای نه کړي

ښکلا څومره ډېره ستره

هنر څومره ناتوان دی

میزان۲۵، ۱۳۸۷

سرینګر، کشمیر

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه ک

Advertisement