ويکي شعرونه
Advertisement

کټ کټ خاندې ارمان چیرته درنه ورک دی
لیونیه ګریوان چیرته درنه ورک دی

زمزمه نیمه راواخلې بیا یې پریږدې
د سندرو دیوان چیرته درنه ورک دی

نن موسکی لکه ایمان یې در وری شم
راته ګرانه ګومان چیرته درنه ورک دی

دا چې وچ ګلونه ګورې ورته خاندې
د سرو اوښکو باران چیرته درنه ورک دی

پر تا راغلم ،راته ګورې او غږ نه کړې
هغه جار او قربان چیرته درنه ورک دی

دا څیرو ته چې ځیر ګورې او بیا تښتې
ځان دې چیرته ، جانان چیرته درنه ورک دی

په اغزیو کښې د ګل غوندې روانه
لږ راتم شه کاروان چیرته درنه ورک دی

وېشنيزه:پير محمد کاروان

Advertisement