ويکي شعرونه
Advertisement

خفه کيږه مه جانانه زما مينه درسره ده

درته وايمه يي ګرانه زما مينه درسره ده

اي زما د زړه پرهره ، محبت پسې رنځوره

خداي دې مه کړه بې درمانه زما مينه درسره ده

دا د اور بڅري ياره تر مونږ نه شي رسېدلي

هيڅ ويرېږه مه له چانه زما مينه درسره ده

شاته مه راګوره ياره ټکني به شې تورتم دي

زه به مخکې شم له تانه زما مينه درسره ده

دا د زړه غمي مې ياره که هر څومره قېمتي دي

درکومه يي ارزانه زما مينه درسره ده

تاته سل قسمه وکړم خوباور دې په ما نه شي

نه پوهېږې بې قرانه زما مينه درسره ده

سيپارې او اياتونه ، راته زده لکه اوبه دي

ستا د سترګو له ګردانه زما مينه درسره ده

د بيلتون بلا دې بو ، راباندې کړي رنګ مې ژېړ دي

زړه يې ويستي دي له ما نه زما مينه درسره ده

په تڼاکو پښو درشم په ويرجنو سترګو راشم

څومره ورک يمه له ځانه زما مينه درسره ده

تور ښامار د تهمتونو توره شپه ده زړه مې رپي

يمه ډېره پرېشانه زما مينه درسره ده

ستا هر پل زما په سترګو زمونږ چم ته ستړي مه شې

خداي دې مه کړه سرګردانه زما مينه درسره ده

دا يوه خبره وکه د ښامار دې لاس ازاد وي

ته زما يي مومن خانه زما مينه درسره ده

که مې خيال ته غزل راشي نو ضرور به ورته وايم

څه دې راوړه له اسمانه زما مينه درسره ده

که په دې شرط مې ورک شوي امېل بېرته راکوې

نو ځه زه وايمه قربانه زما مينه درسره ده

زما ستا په لور سجده ده دا په کوم کفر اخته يم

راته ګران يي له ايمانه زما مينه درسره ده

رڼاګانې درته اخلم يو دزلفو تار دې راکه

زه چې ځم تر هندوستانه زما مينه درسره ده

زه چې ځمه زړه مې نه ځي تاته بېرته راستنېږي

پام چې ته نه شې روانه زما مينه درسره ده

د ازل په ورځ مې کړي د غزل په نوم تړون دي

مخکې ځه د شعر کاروانه زما مينه درسره ده

وېشنيزه:سميع الله تړون وېشنيزه:شعرونه گ

Advertisement