عزت الله ذکي
لږ نظر کړه آې ذکيه لېونيه
ژوند سفر ده آې ذکيه لېونيه
«««««
مسافر دي ټول ستنيږي له دنيا نه
ځان چمتو کړه آې ذکيه لېونيه
«««««
په خندا وي که ژړا ژوندون تېريږي
تـل ژړا کړه آې ذکيه لېونيه
«««««
ټول د مرګ په انتظار قبر ته درومي
نن ستا وار ده آې ذکيه لېونيه
«««««
نيت صفا کړه که منزل اسانه مومې
زړه ښيښه کړه آې ذکيه لېونيه
«««««
ربه ته مو مستقيم پر لاره سيخ کړې
دا دعا کـړه آې ذکيه لېـونيه
۱۳۹۸/قوس/۱۰مه
'مازدیگر'وېشنيزه:شعرونه ا وېشنيزه:شعر وېشنيزه:پښتو وېشنيزه:ذکیه وېشنيزه:لیونیه وېشنيزه:عزت الله ذکي وېشنيزه:شعرونه وېشنيزه:ذکي